د شپږېزه کرکټ ليګ لسم پړاو سيالۍ د‌ شنبې په ورځ په کابل کي پيلېږي

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند سيد نسيم سادات د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د افغانستان د شپږېزي کرکټ ليګ لسم پړاو سيالۍ سبا شنبه په کابل کي پيلېږي.
د هغه په خبره چي دغه ليګ د پنځو (سپين غر، امو، بند امير، بست او ميس عينک) لوبډلو ترمنځ پيلېږي.
د هغه په خبره، د کرکټ ټول ملي لوبغاړي چي اوس مهال په بهرینو لیګونو کي په لوبو بوخت دي، راځي او په دې سیالیو کي به ګډون کوي.