د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لاري ٣٩ ټانکره بې کیفیته تېل بیرته ګرځول سوي

د سټنډرډ ملي اداره وایي، د فراه شیخ ابو نصر فراهي بندر له لاري ٣٩ ټانکره تېل چي کیفیت یې د سټنډرډونو سره په ټکر کی وو، هیواد ته یې د راتللو مخه ونیول سوه او بیرته ګرځول سوي دي.
د سټنډرډ ملي ادارې له ټولو ملي سوداګرو څخه غوښتي چي هیواد ته د بې کیفیته نفتي توکو له راوړلو څخه ډډه وکړي.
له دې وړاندي هم ډېر ځله هیواد ته د بې کیفیته تېلو د راواردولو مخه نیول سوې او بیرته ګرځول سوي.
که څه هم د دغه ډول بې کیفیته تېلو د مخنیوي خبرونه ورکول کیږي خو لا هم په ښارونو کي خلک له بې کیفیته تېلو څخه شکایتونه کوي او وایي، وسایطو ته زیان رسوي او مخه يې په پوره ډول نه ده نیول سوې.