د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ایران د افغانستان د کانونوپه استخراج کي د پانګوني وړاندیز کړی دی.

دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کي وویل چي یوه ایراني پلاوي، چې کابل ته یې سفر کړی، د ایران-افغانستان د کانونو د ځانګړي اقتصادي زون د جوړولو او د افغانستان د اوسپني د کانونو د استخراج لپاره د پانګوني وړاندیز کړی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پرون له دغه ایراني پلاوي سره د اقتصادي همکاریو په اړه خبري وکړې.

ایران سره له دې چي اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، خو لېواله دی چي د افغانستان په کانونو کي پانګونه وکړي.