د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو اتو میاشتو کي یې څه باندي ۶۰۰ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر کړي دي.

دغه وزارت ویلي، چي بېلابېلو هیوادونو ته د ۶۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره صادر سوي دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو په وینا، د ډبرو سکرو دغه صادرات پاکستان، چین، ایران، هند او ترکیې ته سوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخي، افغانستان په ټول هیواد کي د ډبرو سکرو ۸۰ سیمي لري، چي اوسمهال په ۱۷ سیمو کي د ډبرو سکرو کیندنه کېږي.

د لومړنیو څېړنو له مخي، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کي یو نیم میلیارد ټنه سکاره استخراج سوي او استخراج به یې د هیواد د اقتصاد په وده او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کي مهم رول ولوبوي.

دا مهال په ټول هیواد کي د کانونو له بېلابېلو کورنیو شرکتونو سره نږدې ۲۰۰ قراردادونه سوي، چي له دې ډلي یوازي ۶۰ قراردادونه اوسني حکومت او پاته نور یې د تېر حکومت له خوا لاسلیک سوي دي.