د صنعت او سوداګرۍ وزیر په افغانستان کي د روسیې له سفیر سره د کابل او مسکو ترمنځ پر اقتصادي اړیکو او په شمال-جنوب نړیوال ټرانزیټي دهلیز کي د افغانستان پر ونډه خبري کړي دي.

یاد وزارت پر خپل اېکس لیکلي، چي د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کي د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره د پنجشنبې پر ورځ کتلي او پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو یې بحث کړی.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخي، دواړو خواوو د ګډي کارډلي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو، افغان-روس سوداګریز کمپلکس پرانېستني او په شمال-جنوب نړیوال ټرانزیټي دهلیز کي د حکومت د ونډي اخستلو په تړاو د دې ډلي د تیاري په تړاو خبري کړي دي.

چارواکي د روسیې له سفیر سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ د ګډو پروژو پر پیلیدو، د افغانستان د کانونو، کرني، اوبو او صنعت په برخه کي د پانګوني پر فرصتونو او «رغنده تعامل» هم ږغېدلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *