د طالبانو ملبغ جنرال مبین له بنده خوشي سوی او وایي، نور په ټولنیزو رسنیو کي فعالیت نه کوي

د طالبانو ملبغ چي په جنرال مبین مشهور دی له شاوخوا یوې میاشتي بند وروسته خوشي سوی او ویلي، یې دي چي خپلي ټولي ټولنیزي پاڼي تړي.
هغه په دې وروستیو کي څو ځله نور هم پرته له کوم دلیله بندي او خوشي سوی وو خو دا ځل یې ویلي، چي نور په ټولنیزو رسنیو کي فعالیت نه کوي.
جنرال مبین په دې وروستیو کي پر پاکستان زیاتي نیوکي کولې چي له همدې امله یې په ټولنیزو رسنیو کي د زیات شمېر کسانو پام ځان ته اړولی وو.
هغه تازه پر ایکس پاڼه له خلکو غوښتي چي د هغه په نوم دي ټولي جعلي پاڼي وتړي او دی هم خپل ټول ادرسونه له منځه وړي.
ده مخکي د خپل نیول کېدو په اړه ویلي وه چي پرته له کوم دلیله نیول سوی خو دا ځل تر خوشي کولو وروسته یې د خپل بند په اړه هیڅ نه دي ویلي.
د جنرال مبین ډېری پلویانو پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چي هغه څو ځله په بې عزتۍ پر پاکستان د نیوکو له امله نیول سوی.