د ط..الباتو د هوا پېژندني ادارې د پنج شنبې په ورځ د نیمروز ولایت پرته د هیواد په ۳۳ ولایتونو کي د باران او په لوړو سیمو کي د واوري ورېدو اټکل کړی دئ.
دغي ادارې ويلي، چي په بېلابېلو سیمو کي به د اورښت کچه له ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي مترو پوري وي.
په ورته وخت کي له پېښو سره د مبارزې ادارې له خلګو غوښتي چي د احتمالي سېلابونو د خطر له امله له سیندونو، ویالو او سېلابي سیمو لېري پاته سي او د ځان ساتني له پاره دي لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.