د ط..الباتو د ټولګټو وزارت ویلي، چي د تېزي واوري د ورښت له امله د سالنګ لویه لاره او نوري مهمي لاري د ترافیکو پر مخ تړل سوي دي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخي، په شمالي سالنګ کي د واوري ارتفاع نژدې پنځه متره او په سویلي سالنګ کي تر دوه نیم متره زیاته سوې ده.
همداراز، د دایکنډي ولایت په بېلابېلو سیمو کي هم د واوري د ورښت له امله د تګ راتګ ګڼ مسیرونه بند سوي دي.
په غزني ولایت کي هم درني واوري د مرکز او څلورو ولسوالیو ترمنځ لاريتړلي دي او د غور ولایت یو شمېر سیمي هم د واوري له امله له مرکز سره ارتباط له لاسه ورکړی دئ.
چارواکي وایي، هڅي رواني دي، چي د واوري د پاکولو او لارو د خلاصون چاري ژر تر ژره ترسره سي، څو خلک وکولای سي خپل عادي تګ راتګ بېرته پیل کړي.