د کندهار ښاريان وايي چي د ط..البانو تر واکمنۍ لاندي د محدودیتونو، لوړو تعرفو او بېکارۍ له امله د سختو ستونزو سره مخ سوي دي.
د ښار اوسېدونکي شکایت کوي چي نه یوازي د کار زمینه ورکه سوې؛ بلکي د ورځني ژوند اساسي اړتیاوې هم ورځ تر بلي ګرانېږي او پر خلګو فشار زیات سوی دئ.
خلګ وايي، د ط..البانو له راتګ سره سم، په ښار کي ګڼي اقتصادي او ټولنیزي آزادۍ محدودي سوي دي. دکاندارۍ او کاروبارونه په ټپه درېدلي دي او د کار موندني فرصتونه له منځه تللي دي. همداراز خلک شکایت کوي چي د برېښنا، اوبو، مخابراتي شبکو او نورو اساسي خدمتونو تعرفي لوړي سوي دي، خو کیفیت ئې لا هم خراب دئ.
هغوی څراغ تلوېزيون ته په لېږل سوو پيغامو کي ويلي: «اوس له هري خوا محدودیتونه دي،نه کاروبار سته، نه کار سته، د هر څه قيمتونه لوړ سوي دي. د برېښنا، اوبو او انټرنېټ بیې دومره لوړې سوې چی عادي خلګ ئې نه سي ورکولای. حکومت باید د ولس ستونزو ته پام وکړي، نه دا چي نور ئې هم تر فشار لاندي راولي.»
هغوی وايي د بېکارۍ کچه له حده لوړه سوې او زیات شمېر ځوانان له هیواده د وتلو په هڅه کي دي. د هغوی په وينا، د بیوزلۍ او بېکارۍ له امله ئې د ژوند هیلي له لاسه ورکړې دي.
د کندهار د کارګرانو یوې ډلي بيا څراغ تلوېزيون ته ويلي:« د سهاره تر ماښامه کار لټوو، خو څوک کار نه راکوي. بچیان مو وږي دي. چاته لاس ونيسو»
خلک له چارواکو غواړي چي د محدودیتونو کمولو، تعرفو را کښته کولو او د کار زمینې برابرولو له پاره دي جدي اقدامات وکړي، تر څو خلک لږ تر لږه د ژوند عادي اړتیاوي پوره کړای سي.