د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي

د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د جمعې په ورځ د ايران او پاکستان څخه ۶۲ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ۳۲ د افغان کډوالو کورنۍ د هرات د اسلام کلا د لاري او ۷ کورنۍ د نيمروز ولايت د ورېښمو پله د لاري د ايران څخه افغانستان ته راغلي.
خبرپاڼه دغه راز ليکي، چي په همدې ورځ يوازي ۲۳ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک د لاري د پاکستان څخه خپل هيواد ته را ستنې سوي دي.