د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی چي د دوشنبې په ورځ (د

د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی چي د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) ۳۴۳ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۱۷۶۱ کسانو ته رسېږي، افغانستان ته راغلي.
ياد کمېسيون ويلي، چي دغه کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام‌کلا او ورېښمو پله د لاري د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
ياد کمېسیون وایي، له یادو کورنیو سره لومړنۍ مرستي سوي او خپلو ولایتونو ته لېږدول سوي دي.

دغه کمېسيون ويلي چي د ژمي سره سره، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ دوام لري او یوازي په تېرو شپږ میاشتو کي ۱.۷ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته راغلي دي.