د ط.. البانو تر واک لاندي ستري محکمې د اتو زونونو د نظامي محکمې رئيسانو ته په يوه لېږل سوي مکتوب کي امر کړی

د ط.. البانو تر واک لاندي ستري محکمې د اتو زونونو د نظامي محکمې رئيسانو ته په يوه لېږل سوي مکتوب کي امر کړی، چي په خپلو ولايتونو کي د ټولو نظامي او ملکي ادارو د رئيسانو او مسئولینو سره مجلسونه وکړي او ټولو ته سپارښتنه وکړي، چي د خپل لاس لاندي کسانو څخه ځيرک ټليفونه ټول او يا هم مات کړئ.
دغه ليک چي څراغ تلوېزيون تر لاسه کړی په کښي ويل سوي، چي که هر چا د م.لاهب.ت الله د دغه شفاهي حکم څخه سرغړونه وکړل سزا دي ورکول سي.
باید وویل سي چي م.لا هب.ت الله په کندهار کي د لوړو رتبه ط..البان مشرانو سره په ليدنه کي حکم ورکړی و، چي د امارتي ادارو پر ټولو مامورينو او ط..البانو د ځيرک ټليفون استعمال بند دئ.