د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په دغه ولايت کي ئې څلور تنه د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي په دغه کسانو کي دوې ښځي او دوه نارينه شامل وو.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه کسان ئې په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي ۲۵ دورې وهلي او په يوه کال تنفيدي بند سزا ئې محکوم کړي دي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د ط..البانو لخوا په عام محضر کي خلګو ته د فزيکي سزاوو ورکول ډېر سوي دي، نړۍوال د بشري حقونو سازمانونه د ط..البانو غواړي چي نور دي دغه سزاوي و دروي.