د ط..البانو تر کنټرول لاندي رسنيو د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چي تېره شپه د پاکستان جيټ الوتکو د پکتيکا ولايت په شکين ولسوالۍ کي د ولسي خلګو پر کورونو بمبار کړی.
ياد رسنيو ويلي، چي په دغه بمبار کي د ښځو او کوچنيانو په ګډون درې کسان وژل سوي او ۷ نور ټپيان دي.
بلخوا بيا د پاکستان حکومت ادعا کړې، چي ۱۳۳ ط..البان ئې وژلي؛ خو ط..البانو د پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.