د ط..البانو د ارشاد حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چي د ۱۴۰۵ کال د حج له پاره د نوم‌لیکني بهیر د چهارشنبې په ورځ (۲۴ جدي)

د ط..البانو د ارشاد حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چي د ۱۴۰۵ کال د حج له پاره د نوم‌لیکني بهیر د چهارشنبې په ورځ (۲۴ جدي) پیلېږي.
د ياد وزارت په خبرپاڼه کي ویل سوي چي هغه هيوادوال چي سږ کال د حج فریضه ادا کول غواړي، باید د‌ دلوي مياشتي تر څلورمي نېټې پوري خپله نوم‌ لیکنه بشپړه کړي.
همداراز‌ دغه وزارت له هغو کسانو چي مخکي ئې د فرضي حج فریضه ادا کړې ده، غوښتي چي سږ کال دي له نوم‌ لیکني ډډه وکړي، ترڅو هغه کسانو ته زمینه برابره سي چي له کلونو راهیسي د حج انتظار باسي.