د ط..البانو د ام.يرالمؤمنین په کور کندهار کي يو ځوان د غريبۍ له امله د ځان وژني هڅه کړې خو کورنۍ ژغورلی.

د کندهار څخه ځايي سرچېنو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د دولسمي حوزې په ساحه کي د قدرت الله په نوم ځوان د غريبۍ او بېکارۍ د امله د ځان وژني هڅه کړې، خو د کورنۍ غړو هغه ژغورلی او د درملني په موخه ئې ميرويس روغتون ته انتقال کړی دئ.
د سرچينې په حواله چي قدرت الله مخکي په کندهار ښار کي تسبيح خرڅولې، هغه د غريبۍ، بېکارۍ او د ژوند د سختيو د امله د ځان وژني هڅه کړې.
قدرت الله د ځان وژني تر هڅي مخکي يو ويډيويي پيغام هم ثبت کړی، هغه په دغه پيغام کي ويلي، چي غريبۍ او د ژوند سختو حالتو دې ته مجبوره کړی، چي ځان وژنه وکړي.
هغه په دغه پيغام کي چي د ژوند او خلګو څخه ئې پر زړه سخته ګيله وه ويلي، چي تر مرګ وروسته دې د اولادونو سره ښه چلند وسي ترڅو اولادونه ئې د هغه په سرنوشت اخته نه سي.
بايد وويل سي، چي يوه ورځ وړاندي هم په کندهار کي يوې ۲۹ کلني مېرمني ځان وژنه کړې وه