د ط..البانو د بلخ د عامي روغتیا ریاست خبر ورکړی

د ط..البانو د بلخ د عامي روغتیا ریاست خبر ورکړی، چي د ازبکستان د فرغاني ولایت د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي او خدماتي تجهیزات د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون ته ورکړي دي.
د هغوی په خبره په دغو تجهیزاتو کي د ناروغانو بسترونه، ویلچرونه، ایرکنډېشنونه، یخچالونه او نور اړین روغتیايي وسایل شامل دي، چي د روغتون د امکاناتو د پراخېدو او ناروغانو ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو له پاره به وکارول سي.
د بلخ د عامي روغتیا ریاست ویلي، د دغو وسایلو په مرسته به د روغتیايي خدماتو کیفیت لوړ سي او د ناروغانو له پاره به د درملني اسانتیاوي زیاتي سي.

یاد ریاست د ازبکستان د فرغاني ولایت له همکارۍ مننه کړې او دا ئې د دواړو لورو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا له پاره مهم ګام بللی دئ.