د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په دې وروستيو کي متحده عربي اماراتو ۱۰۸ تنه افغان زندانیان د دغه هيواد د زندانونو څخه ازاد کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د متحده عربي اماراتو دولت دغه افغانان د خپل هيواد د ملي ورځي په مناسبت ازاد کړي.
د دغو ازاد سوو افغانانو د ډلي څخه يو شمېر افغانستان ته راغلي او د يوشمېر پر انتقال باندي کار روان دئ.

بايد وويل سي، چي دغه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور په ياد هيواد کي نيول سوي وو.