د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی

د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي ۵۳۰ ټنه اړیني مرستي ئې د مصر او فلسطین ترمنځ د رفح بندر له لاري غزې ته لېږلي.
په هغه خبرپاڼه کي چي د چهارشنبې په ورځ، د حمل په ۲۶مه خپره سوې، د دې وزارت مرستیال ویاند ‌ضیا احمد تکل ویلي، چي دا مرستي د ط..البانو د رئیس‌الوزرا ملا حسن آخوند په امر برابري سوي دي.
د هغه په وینا، دا مرسته په ۴۲ بار وړونکو موټرو کي لېږدول سوي او ټاکل سوې، چي د غزې شاوخوا ۲۲ زره کورنیو ته ووېشل سي.

ط..البانو د دغو مرستو ټول ارزښت ۵۰۰ زره امريکايي ډالر ښودلی دئ.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، دا مرستي په مصر کي برابري سوي او بیا د رفح له لاري غزې ته لېږل سوي دي.
ط..البانو تر دې وړاندي هم څو ځله د فلسطین له خلګو او د حماس له ډلي څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وو.

دا په داسي حال کي ده، چي د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کي شاوخوا ۲۲ میلیونه خلګ، چي د افغانستان نيم نفوس کېږي لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.