د ط..البانو د بيا واکمنېدو سره سم ۵ ميليونه افغان کډوال د ګاونډيو هيوادونو افغانستان ته شړلي دي

د ط..البانو تر واک لاندي د‌ کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسؤلين وايي، چي د ط..البانو د بيا واکمنېدو سره سم د‌ ګاونډيو هيوادونو څخه شاوخوا ۵ ميليونه او ۹۷ زره افغان کډوال ګاونډيو هيواد ايستلي او افغانستان ته راغلي دي.
د ط..البانو د دغه وزارت وياند عبدالمطلب حقاني وايي چي يوازي د روان ميلادي کال په دوو مياشتو کښي ۲۶۸ زره افغان کډوال د ايران، پاکستان او ترکیې څخه افغانستان ته راغلي دي.
د هغه په خبره چي د ط..البانو د بيا واکمنېدو سره سم ۵ميليون افغان کډوال راغلي دي.
بلخوا بيا د کډوالو په چارو کښي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم ویلي، چي یوازي په تېرو دوو میاشتو کښي له ایران او پاکستانه تر ۵۰۰ زرو زیات افغانان بېرته افغانستان ته راغلي دي.