د ط..البانو د حکومت وياند حمدالله فطرت وایي، چي په زابل، سمنګان

د ط..البانو د حکومت وياند حمدالله فطرت وایي، چي په زابل، سمنګان، کندز او سرپل ولایتونو کي ئې پر ۱۴۱۳ راستنو سوو کورنیو د استوګني له پاره ځمکي وېشلي دي.
نوموړي نن (دوشنبه) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چي ۲۲۴ کورنیو ته په زابل، ۱۵۰ ته په سمنګان، ۹۳۴ ته په کندز او ۱۰۵ نورو ته په سرپل کي یوه یوه نمره ځمکه ورکړل سوې ده.
د هغه په وینا د دې بهیر له پیل راهیسي په ټول هيواد کي ۸۲۶۵ راستنو سوو کورنیو ته ئې ځمکي ورکړي دي او په خبره ئې چي دا لړۍ اوس هم روانه ده.

په ورته وخت کي بيا يو شمېر راستانه سوي کډوال وايي، چي سرپناه ته اړتيا لري او په خبره ئې چي د دغو ځمکو وېشل عادلانه او شفاف نه دئ.