د ط.. البانو د دفاع وزات د پاکستان له خوا پر پکتيکا او ننګرهار ولايتونو کي د ملکي کسانو پر کورونو وروستي بريدونه غندلي دي.
دغه وزارت ويلي، چي په مناسيب وخت کي به پاکستان ته د دغه بريدونو کلک جواب ورکړي.
په ورته وخت د ط..البانو د حکومت وياند هم مخکي ويلي و، چي پر افغانستان د پاکستان بريد د پاکستان د ځانګړي نظامي کړۍ کار دئ او په خبره ئې چي د پاکستان حکومت خپله کمزوري اوس په دغه ډول بريدونو پټوي.
بلخوا بيا د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت ويلي و، چي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ئې په افغانستان کي د پاکستاني ط..البانو او د دوی د متحد اسلامي دولت خراسان ډلي سره تړلو وسله والو اووه پټنځایونه په نښه کړي دي.