د ط..البانو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ ويلي، چي په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کي ئې تېره شپه د داع.ش پر مرکزونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
ياد وزارت ويلي، چي د بلوچستان ايالت د کلا عبدالله ولسوالۍ پر ګلستان سيمه او د چاغي ولسوالۍ په ګردي جنګل سيمه کي د داع.ش وسله والي ډلي پر پټنځايونو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي.
ياد وزارت ويلي چي دغه راز ئې د خيبر پښتونخوا په اورکزيو او قمبرخېلو په سيمه کي ئې هم د داع.ش وسله والي ډلي پر مرکز بریدونه کړي.
د ياد وزارت په وينا چي په دغو مرکزونو کي په افغانستان کي د بريدونو طرحي او پلانونه جوړېدل او د افغانستان له پاره ئې خطر جوړوی؛ ځکه ئې په نښه کړي دي.
تر اوسه د پاکستان دولت د ط..البانو د يادي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.