د ط.. البانو د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، چي تېره شپه ئې د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کي ۳۰ پاکستاني سرتيري د ډيورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي د جګړې پر مهال وژلي دي.
هغه ويلي، چي تېره شپه ط..البانو د کندهار د ښورابک او معروف ولسواليو ترڅنګ په کنړ، ننګرهار، خوست او پکتيا ولايتونو کي هم د ډيورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي د پاکستاني ملېشو سره جګړه کړې ده او د يو شمېر نورو د وژل کېدو ادعا ئې کړې.
بايد وويل سي، چي تراوسه د پاکستان دولت د ط..البانو د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.