د ط..البانو د دفاع وزارت ویلي، چي ځواکونو ئې د پاکستان پر ضد د غچ اخیستني په عملیاتو کي ۵۵ پاکستاني سرتېري وژلي دي.
د یاد وزارت په وینا، په دغو عملیاتو کي د پاکستان د پوځ دوې پوځي اډې او ۱۹ پوستې هم د ط..البانو د ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.
د ط..البانو د دفاع وزارت زیاتوي، چي د يادو عملیاتو پر مهال ئې د پاکستان څخه يو شمېر وسلې او تجهيزات هم نيولي دي.
بلخوا بيا د پاکستان حکومت ادعاکړې، چي د يادي جګړې پر مهال ئې ۱۳۳ ط..البان وژلي او ۲۰۰ نور ئې ټپيان کړي دي.