د ط.. البانو د ستري محکمې څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په کنړ ولايت کي ئې درې کسان د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي او درې کاله ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د واکمنۍ له پيل څخه تر دې دمه پوري دغه ډلي ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کي سزاوي ورکړي دي.