د ط..البانو د ستري محکمې څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په پروان ولايت کي ئې د يوې ښځي په ګډون دوه کسان د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه کسان ئې ۳۹-۳۹ دورې وهلي او د يوه کال څخه تر دوو کلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي په همدې ورځ ط..البانو په بلخ ولايت کي هم د يوې ښځي په ګډون درې کسان په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي د نامشروع اړيکو او نشه يي توکو د خرڅ په تور په دورو وهلي وو.