د ط..البانو د ستري محکمې څخه په نشرسوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د ط..البانو د ستري محکمې څخه په نشرسوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ ئې په بلخ ولايت کي يو کس د الکولي مشروباتو د خرڅولو او قاچاق په تور په عام محضر کي په دورو وهلی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کس ئې په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلی او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.
دا په داسي حال کي ده چي ط..البانو دوې ورځي وړاندي يو کس د قتل په تور په خوست ولايت کي په عام محضر کي قصاص کړی وو.