د ط..البانو د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يکشنبې په ورځ ئې د هرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کي يو کس په عام محضر کي په دورو وهلی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کس ئې د زنا په تور ۳۹ دورې وهلی او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي ط..البانو په تېر يوه کال کي ۱۰۳۰ کسانو ته په عام محضر کي بدني سزاوي ورکړي دي.