د ط..البانو د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ ئې په لغمان ولايت کي ۷ کسان د غلا او لواطت په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي او د يوه کال څخه تر دووکلنو پوري ئې د تنفيذي بند سزا ورکړې ده.
باید وويل سي، چي ط..البانو په تېرو دوو ورځو کي ۴۳ کسان په فارياب، کابل او پکتيا ولايتونو کي هم د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي وو. په ورته وخت کي نړۍوال د بشري حقونو سازمانونه د ط..البانو څخه غوښتني چي په عام محضر کي دي فزيکي او بدني سزاوي نوري بندي کړي.