د ط..البانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چي په تېر میلادي کال کي له افغانستان څخه ۵۶ ټنه زعفران بهرنیو هیوادونو ته صادر سوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو صادراتو ټول ارزښت ۵۴ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي.
افغان زعفران هند، هسپانیا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، کاناډا، انګلستان، ایټالیا، ترکیې او عمان ته صادر سوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې، چي د ۲۰۲۵ کال د زعفرانو صادرات د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۰ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي، چي نژدې ۱۰ سلنه زياتوالی ښيي.