د ط..البانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چي افغانستان ته د پټاقیو راوړل، تولید او پلور په بشپړ ډول بند دي.
د ياد وزارت په وینا، ګمرکونو ته لارښوونه سوې، چي د پټاقیو د ثبت او محصولولو ډډه وکړي او دغه توکي، چي د هر هيواد څخه راځي بېرته دې هغه هیواد ته ولېږي او افغانستان ته دي د داخلېدو اجازه نه ورکوي.
ط..البان وايي دا اقدام ئې د خلګو د غوښتني په اساس کړی، د هغوی په خبره چي خلګو په پرلپسې ډول د دغو توکو څخه شکایت کړی وو.