د ط..البانو د فوايد عامې وزارت د چهارشنبې په ورځ ويلي، چي د بامیان-کابل او دایکنډي-کابل لویي لاري د سختي واوري او خرابي هوا له امله د تګ راتګ پر مخ تړل سوي دي.
د دغه وزارت ویاند اشرف حقشناس ویلي چي د بامیان، دایکنډي او غور ولایتونو مهمي لویي لاري هم د خلګو پر مخ بندي دي.
د ده په وینا، د بامیان-کابل لاره د حاجي ګک په سیمه کي تړل سوې ده. همداراز، د سالنګ لویه لاره هم له پرون راهیسي د ترافیکو پر مخ تړلې پاته ده.
چارواکي وایي، چي خلګ دي تر بلي خبرتیا پوري پر دغه لويه لاره تګ راتګ نه کوي.