د ط..البانو د فواید عامې وزارت وایي چي د سالنګ لويه لاره د واوري د اورېدو او سخت طوفان له امله د سې شنبې د سهار راهیسي د ټولو مسافرو او وسايطو پر مخ تړل سوې ده. د ط..البانو د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس د ټولو مسافرو او موټر چلوونکو څخه غوښتي چي تر بلي خبرتيا دي پر دغه لويه لار باندي تګ راتګ نه کوي.