د ط..البانو د لوړو زده‌کړو وزارت وايي

د ط..البانو د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د خیالي محصلینو او اداري فساد د تثبیت له امله ئې د افغانستان د ۹ خصوصي پوهنتونونو د فعالیت جوازونه ځنډولي یا لغوه کړي دي.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخي، د اوو خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه د یوه کال له پاره ځنډول سوي او د دوو نورو جوازونه د تل له پاره لغوه سوي دي.
دا پرېکړه د ۱۴۰۵ لمریز کال د پسرلني سمستر له ارزوني او څارني وروسته سوې ده.

د یوه کال له پاره د ځنډول سوو پوهنتونونو په نوملړ کي په جوزجان کي برلاس، په بلخ کي راه سعادت او ترکستان، په بدخشان کي ازهر او برنا، په فاریاب کي رشاد او په کابل کي پیام شامل دي.
همداراز، په کندوز کي د کهندژ او په تخار کي د خانه دانش خصوصي پوهنتونونو د فعالیت جوازونه د تل له پاره لغوه سوي دي.
د ط..البانو د لوړو زده‌کړو وزارت ادعا کړې، چي یادو بنسټونو د زده‌کوونکو له پاره لازم تحصیلي شرایط نه وو برابر کړي او په ځینو مواردو کي ئې له منظم حضور، لابراتواري او عملي زده‌کړو پرته د محصلینو د فراغت زمینه برابره کړې وه.

دغه وزارت د جوازونو د ځنډولو او لغوه کولو له نورو لاملونو څخه د اداري او رهبري پلاوي نشتوالی، د خیالي محصلینو موجودیت، د حاضری نه اخیستل، په وروستیو ازموینو کي د محرومو محصلینو شاملول، د طبي برخو له پاره د لابراتوارونو او روغتونونو د عملي زده‌کړو نشتوالی او د ټاکل سوي تحصیلي نصاب نه تدریس یاد کړي دي.
د وزارت په وینا، په ځینو پوهنتونونو کي به د مهال‌وېش له مخي ټولګي جوړېدل، خو په ټولګي کي به حتی یو محصل هم نه و حاضر.
بايد وويل سي، چي اوس مهال د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کي له ۱۲۰ ډېر خصوصي د لوړو زده‌کړو بنسټونه فعالیت کوي چي د پام وړ برخه ئې د طبي زده‌کړو اړوند انستیتیوتونه دي.