د ط..البانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی

د ط..البانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چي د کابل پوهنتون د طبي علومو په چوکاټ کي ئې د نبوي سنتي طب پوهنځي منظور او ايجاد کړې ده.
ياد وزارت ويلي، چي دا پوهنځی هغه درملنه، روغتیايي اصول او وقایوي لارښووني تدریسوي چي د رسول الله ﷺ له سنتو، احادیثو او اسلامي تاریخي طبي سرچینو څخه اخیستل سوي وي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم د دولتي پوهنتونونو زيات شمېر لوړ رتبه او مسلکي استادان له افغانستان څخه کډوال سوي، چي پر ځای ئې اوس د مدرسو څخه د کوچنۍ او لوی دورې فارغ ط..البان په شرعياتو، حقوقو او يو شمېر نورو پوهنځيو کي استادان دي.