د ط..البانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم په کابل کي د ترکيې د سفير سادین ایلیډیز سره د ليدني پرمهال غوښتنه کړې

د ط..البانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم په کابل کي د ترکيې د سفير سادین ایلیډیز سره د ليدني پرمهال غوښتنه کړې، چي د ترکيې دولت دي د افغانستان د پوهنتونونو سره د مسلکي او دوکتور استادانو په برخه کي مرسته وکړي، ترڅو د افغانستان په پوهنتونونو کي تدريس وکړي.
هغه دغه راز د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د علي اباد تدریسي روغتون د پخوانيو دوو ودانۍ د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.
په ورته وخت کي په کابل کي د ترکيې سفير سادین ایلیډیز د خپلو خبرو پر مهال ويلي، چي ترکيه د افغانستان سره په علمي برخه کي مرستو ته ژمنه ده او د توان تر کچي پوري به په ياده برخه کي وسره همکاري وکړي.

ط.. البانو د افغان پوهنتونونو استادانو باندي د ماسټرۍ او دوکتورا بنديز لګولی او استادانو ته اجازه نه ورکوي، د هيواد څخه بهر دوکتورا او ماسټري وکړي، ځکه اوس ط.. البان هڅه کوي، چي د نورو هيوادونو څخه استادانو راولي.
بايد وويل سي، چي د ط.. البانو د بياواکمنۍ سره سم د افغانستان د پوهنتونونو څخه د وکتورا، ماسټرۍ او لوړي رتبې لرونکي استادان بهرنيو هيوادونو ته مهاجر سوه.