د ط.. البانو د لوګر د ولايت مقام څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په مرکز پل علم ښار کي تېره شپه د يوې کورنۍ څلور غړي مسموم سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د مسموم سوو کسانو له ډلي يوې ښځي خپل ژوند د لاسه ورکړی او د پاته درو کسانو روغتيايي حالت هم خراب بلل سوی، چي د درملني په موخه کابل ته انتقال سوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يادي پېښی په تړاو ط..البانو څېړني پيل کړي دي.