د ط..البانو د مهاجرینو د ستونزو د حل کمیسیون د پنج شنبې په ورځ خبر ورکړی چي پرون، د چهارشنبې په ورځ، له پاکستان او ایران څخه درې زره او ۲۴۹ افغان مهاجرین چي ۵۹۵ کورنۍ کېږي اخراج سوي او خپل هیواد ته راستانه سوي دي.
د دغه کمیسیون د معلوماتو له مخي ۴۹۷ کورنۍ د تورخم له لاري او ۴۱ کورنۍ د سپینبولدک له لاري له پاکستان څخه افغانستان ته داخلي سوي دي.
همداراز، ۱۵ کورنۍ د اسلام کلا او ۲۱ کورنۍ د ابریشم پله د لاري له ایران څخه اخراج او هيواد ته ستانه سوي دي.