د ط..البانو د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر قريشي بدلون د يکشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي

د ط..البانو د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر قريشي بدلون د يکشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي د تېري شپي د پاکستان د پوځ په هوايي بريد کي د يوې کورنۍ ۱۷ کسان وژل سوي او پنځه نور ټپيان دي.
د هغه په خبره په وژل سوو کسانو کي ۱۱ کوچنيان او پاته شپږ تنه مېرمني او نارينه شامل دي.
بدلون ويلي، چي د پاکستان پوځ د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کي د ملکي خلګو يو کور په نښه کړی دئ او ياده مرګ ژوبله ئې اړولې ده.

د هغه په خبره چي په دغه بريد کي ياد کور په بشپړ ډول ويجاړ سوی دئ.
بلخوا بيا د پاکستان حکومت ادعا کړې، چي د تېري شپې په بريد کي ئې د تحريک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) پټنځایونه په نښه کړي.