د ط..البانو د ټولګټو وزارت د يکشنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي چي تېره شپه د شمالي سالنګ په شاول سيمه

د ط..البانو د ټولګټو وزارت د يکشنبې په ورځ په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي چي تېره شپه د شمالي سالنګ په شاول سيمه کي د مسافرو ۵۸۰ موټر د واورې او خرابي هوا له امله د سړک څخه اوښتی او چپه سوی دئ، چي له امله ئې ۴۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي پنځه کسان وژل سوي او ۴۴ نور ټپيان سوي دي.
د‌ خبرپاڼي په حواله چي دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.

خبرپاڼه ليکي چي دغه لاره په موقت ډول د واوري او توپاني هوا له امله د موټرو پر مخ تړل سوې ده.