د ط..البانو د پنجشېر د والي وياند سيف الدين لټون د سې شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي د پنجشېر ولايت د کانونو څخه ۴۱۱۷ قيراطه زمرد پر کورنيو سوداګرو خرڅ کړي دي.
د هغه په خبره چي دغه زمرد ئې ۴۷۶۱۰ امريکايي ډالرو په بدل کي د ازدي داوطلبۍ د لاري خرڅ کړي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي څو ورځي وړاندي په تخار ولایت کي د ط..البانو د شرکتونو او ولسي خلګ ترمنځ د دغه ولايت د سروزرو د کانونو پر سر شخړه هم سوې وه، چي له امله ئې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.