د ط..البانو د پنجشېر د ولايت مقام څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ط..البانو د پنجشېر مرستيال والي شاه ملنګ د دغه ولايت د خصوصي رسنيو د مسؤلينو سره په ليدنه کي هغوی ته سپارښتنه کړې، چي نور د ژونديو موجوداتو انځورونه او ويډيوي مه نشروئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ط..البانو په دغه ولايت کي ټولو خصوصي تصويري رسنيو ته ويلي، چي د امربالمعروف قانون عملي کړي او د ژونديو موجوداتو د انځورونو د نشرولو څخه دي ډډه وکړي.
دا په داسي، حال کي ده، چي ط..البانو تر شلو په زياتو ولايتونو کي رسنيو ته امر کړی، چي د ژونديو موجوداتو انځورنه به نه نشروئ او په خبره ئې چي په اسلام کي د ژونديو موجوداتو د انځورونو نشرول جواز نه لري.
په ورته وخت کي بيا د افغانستان د رسنيو د ملاتړ سازمانونه د ط..البانو څخه غواړي، چي د افغانستان په رسنيو دي سانسور نور پای ته ورسوي او هغوی ته دي اجازه ورکړي، چي د ولس ستونزو ته په خپلواک ډول انعکاس ورکړي.