د ط..البانو د پنجشېر ولايت مقام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه ۶ زره ۷۵۵ قيراطه زمرد ئې خرڅ کړي.
په دغه خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه زمرد ئې د ۱۴.۵ ميليونه افغانيو په بدل کي پر کورنيو سوداګرو خرڅ کړي دي.
خبرپاڼه ليکي چي دغه زمرد د ازادي داوطلبۍ له لاري خرڅ سوي دي.