د ط..البانو د پوهني وزارت ويلي

د ط..البانو د پوهني وزارت ويلي، چي د کنړ ولايت د ډيورنډ فرضي کرښي ته په نژدې ولسواليو کي د پاکستان د بريدونو له امله ۱۴ ښوونځي ويجاړي سوي دي.
د ط..الباو دغه وزارت ويلي چي د کنړ ولایت په دانګام، ناړۍ، شلتن، منوره، سرکاڼو او خاص کنړ ولسوالیو کي ښوونځي، دیني مدرسې او نور تعلیمي مرکزونه د پاکستان په بريدونو کي زیانمن سوي دي.
ط..البانو ادعا کړې، چي پاکستان د نښتو پر مهال تر ډېره پر عامه ځایونو، استوګنیزو سیمو، روغتونونو او تعلیمي مرکزونو بريدونه کړي دي.