د ط..البانو د پېښو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چي په کابل کي ئې پنځه ټنه ناچاوده توکي راټول کړي او له منځه وړي دي

د ط..البانو د پېښو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چي په کابل کي ئې پنځه ټنه ناچاوده توکي راټول کړي او له منځه وړي دي.
د يادي ادارې په وينا چي دغه ناچاوده توکي ئې د کابل ښار او بېلابېلو ولسواليو څخه تر لاسه کړي وو او وروسته ئې خنثی کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي په افغانستان کي د تېرو جګړو څخه د پاته سوو ناچاودو توکو قربانيان ولسي وګړي او ماشومان دي، چي تېره ورځ هم د هلمند ولايت په خانشين ولسوالۍ کي د يوې زړې مرمۍ د چاودني له امله دوه ماشومان وژل سوي وو او مور ئې سخته ټپي سوې وه.