د ط.البانو د ډلي د دفاع وزیر ملا محمد ..یعقوب د شورویانو د وتلو د ۳۷ مي کلیزي په غونډه کي د ط.البانو د خپلمنځي اختلافاتو ته په اشاره ویلي چي نور باید د قوم پرستي او سمت پرستي څخه لاس واخلو، او ځان یو تر بل غوره ونه ګڼو.
د ط.البانو لوړ پوړي چارواکي د وزیرانو تر کچي په بار بار پر سټیجو دا یادوني کوې چي نور باید ځانځاني پرېږدو، او ځانونه یو تر بل غوره ونه ګڼو.
تر دې مخکي د ط.البانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم او د کورنيو چارو وزیر سراج الدين حقا.ني هم ورته یادوني کړې وي.
خو بیا هم د هغوی اختلافات ختم سوي نه دي،او مخ پر ډېرېدو دي.
د یادوني وړ ده چي د ط.البانو وزیرانو تر اوسه مشترکي ناستي او غونډي نه دي درلودلي،نو ځکه خپلي خبري یو بل ته د سټیجو پر سر د کنایې په شکل رسوي.