د ط..البانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ويلي

د ط..البانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ويلي، چي هغه ۱۸ تنه غريب او بېوزله کوچنيان چي د ايران او پاکستان دولتونو په دې وروستيو کي د خپلي خاوري څخه اخراج کړي وو بېرته ئې خپلو کورنيو ته سپارلي دي.
ياد وزارت ويلي، چي دغه کوچنيان ئې د کورنيو د ضمانت په صورت کي خپلو کورنيو ته تسليم کړي دي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو له بیا واکمنۍ او سیاسي بدلونونو سره، په افغانستان کي اقتصادي وضعیت خورا کړکېچن سوی دئ. په تېرو څلورو کلنو کي زیاتره افغان ماشومان او ځوانان د بېوزلۍ، بېکارۍ او د ژوندانه د لومړنیو اسانتیاوو د نه شتون له امله اړ سوي، چي په ناقانونه او خطرناکو لارو ګاونډیو او اروپايي هيوادونو ته کډوال سي. دغه سفرونه اکثر مهال د انساني قاچاقبرانو له خوا ترسره کېږي، چي هلته هم دا کډوال له ډول ډول خطرونو، بد چلند، نیول کېدو، د کار له ناوړه شرایطو، او حتی اخراج سره مخ کېږي.