د ط..البانو د کانونو او پټروليم وزارت د شنبې په ورځ ويلي

د ط..البانو د کانونو او پټروليم وزارت د شنبې په ورځ ويلي، چي د نورستان ولایت له کانونو څخه را ایستل سوي څه باندي اته زره کیلوګرامه قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبري ئې د څه باندي ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت خرڅي کړي دي.
د ط..البانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کي راغلي، چي دغه ډبري د نورستان د دوآب ولسوالۍ د ماوي سیمي له کانونو استخراج سوي وې، چي بیروج، کونزیت، بلور، توپاز او مارګنایټ په کښي شامل دي.
دغه وزارت زیاتوي چي د دغو ډبرو د پلور داوطلبۍ بهیر په شفاف ډول ترسره سوی دئ.

بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي ط..البانو د افغانستان د کانونو استخراج او خرڅول خورا چټک کړي، چي يو شمېر پوهان ئې د اندېښنې وړ بولي.