د ط..البانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کي د يوې غونډي پر مهال خپلو پلويانو ته ويلي، چي پاکستان زموږ ورور هيواد دئ او په خبره ئې چي پاکستان هم د افغانستان په څېر امن غواړي.
هغه پر خپلو پلويانو ږغ کړی، چي خپل په سيمه کي امن وساتئ او هېچا ته اجازه مه ورکوئ، چي ستاسو ګاونډي ته ستونزه جوړه کړي.
هغه ويلي چي د اسلام اباد سره سالمي اړيکي غواړي.
حقاني د خپلي وينا پرمهال ويلي:« پاکستان زموږ ورور دئ موږ هڅه کوو چي زموږ له خوا پاکستان ته او د پاکستان له خوا موږ ته ستونزه جوړه نه سي.»
هغه دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي پاکستان نړۍوالو ته شکايت کړی، چي افغان ط..البان ترهګر پاکستان ته رالېږي او افغانستان سره ئې خپلي ټولي لاري تړلي دي؛ خو د ط..البانو دغه مشر بيا پاکستان ته د ورور خطاب کوي.